Course Content
موډیول 1: د مصنوعي ذهانت پېژندنه
د مصنوعي ذهانت تاریخچه له بېلابېلو پړاوونو څخه تېر شوې ده، چې په هر پړاو کې یې ځانګړي پرمختګونه او نوښتونه رامنځته شوي دي. د دې پرمختګونو په رامنځته کولو کې د یادو مخکښانو ونډې بېسارې دي. د دوی څېړنو او نظریاتو د AI پرمختګ ته لاره هواره کړه او د معاصرې دورې د مصنوعي ذهانت بنسټ یې کېښود. د AI دغه تاریخچه موږ ته ښيي چې څنګه انسانان د ماشینونو له لارې د فکر کولو او زده کړې وړتیا ترلاسه کولو هڅې کړې او څنګه یې دا ټکنالوژي د ژوند مختلفو برخو ته وړاندې کړې ده.
0/2
مصنوعي ذهانت
About Lesson

د Dartmouth کنفرانس (۱۹۵۶): د AI په تاریخ کې یو له مهمو پیښو څخه د Dartmouth کنفرانس دی، چې په ۱۹۵۶ کې د جان مکارتې (John McCarthy) په مشرۍ ترسره شو. په دې کنفرانس کې د مصنوعي ذهانت اصطلاح په لومړي ځل وکارول شوه، او دا کنفرانس د AI د رسمي زوکړې په توګه پیژندل کېږي.

د ماشین زده کړه او عصبي شبکې: په همدې وخت کې، د AI په برخه کې نورو څیړونکو د ماشین زده کړې او عصبي شبکو په برخه کې څیړنې پیل کړې. فرانک روزنبلات (Frank Rosenblatt) د “Perceptron” په نوم لومړنی عصبي شبکه جوړه کړه چې د ماشینونو لپاره د زده کړې لومړنۍ وړتیاوې وړاندې کړې.

Join the conversation